د اداري او دفتري کار لپاره چمتو والیهمت الله امین زیخامخا پوهېږئ چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوئ يې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. او ښايي چې دا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لرئ. آيا پوهېدئ چې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړۍ اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيولوئ، ستاسو نوى مشر او ملګري ستاسو په اړه خپل فکر اړوي او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکي سره يې تېروئ ټاکي. د بېلګې په توګه که په هماغه پيل کې د داسې وګړي په توګه چې د مسئوليت له منلو څخه ځان تېروئ وپېژندل شئ په ډېرې ستونزې سره کولى شئ هغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکوئ او خپل دريځ ته بدلون ورکړئ، آن که په حقيقت کې لياقت يې هم ولرئ. پر عکس د دې، که په څو لومړيو اونيو کې سخت کار وکړئ، په راتلونکي کې ستاسو مشر او ملګري به په ډېره آرامۍ سره ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي. لاندې لسو هغو ټکو ته اشاره کوم چې کولى شي په فوق العاده توګه ستاسو په مشر او ملګرو باندې اغېزه واچوي.د کارونو په منځ کې لږ آرام وکړئکه د يوه نوي کار په لور له خوځښت څخه مخکې لږ دمه وکړئ او ذهن مو آرام وساتئ، کولى شئ مخکيني کاري پلانونه له خپل ذهن څخه پاک او ځان نويو پروګرامونو ته چمتو کړئ. انسانان عادت مخلوقات دي. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېر وخت مو پکې تېر کړى وي، ستاسو په ژوند کې يو ډول خوى او عادت رامنځ ته کوي او سبب کېږي پرته له دې چې تاسو وغواړئ، بدلون ته ميل ونه لرئ. د مخکيني او هغه کار چې غواړئ نوى يې پيل کړئ په منځ کې څو ورځې استراحت کولى شي له تاسو سره مرسته وکړي چې ځان د نوي کار او چاپېريال سره د عادت لپاره چمتو کړئ.څېړنه وکړئښايي چې د مرکو او کار پ
برچسب:
نویسنده: کاوه میرزاده
تاريخ: پنجشنبه
24 آذر
1401 ساعت: 21:22